امنیت

يو قومې مشر ووژل شو

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

دقندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې تيره شپه يو  قومې مخور دوسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

 دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل ددامان ولسوالۍ يو قومې مخور سلطان محمد دوه شپي مخکې دطالبانو له خوا دکوچنۍ کاريز په ساحه کې  نيول شوي و او تيره شپه په همدي ساحه کې ووژل شو.

يوه اړونده خبرځاى وويل  سلطان محمد دمانجه کلي اوسيدونکي و اوپه دغي ولسوالۍ کې يي خلق الله ته زيات خدمتونه  کړي دي .

خبرځاى زياته کړه دپيښې عاملين له ساحي څخه تښتيدلي دي اوپوليسو دعاملينو  دنيولو لپاره دپلټني عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته