امنیت

درې دېرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په ننګرهار کې ۳۳ وسله وال طالبان د ډار اچوونکو ضد عملیاتو په بهیر کې ووژل شول او ۸ نور يې ټپیان شول.
پر دغو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ننګرهار د شېرزاد او حصارک ولسوالیو په ځینو برخو کې بریدونه وشول.
په شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې پوځي عملیات یوه اوونۍ مخکې د هوايي قواوو په ملاتړ او د سلګونو پوځیانو په ګډون پیل شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې تېره شپه په دغو عملیاتو کې ۳۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نوریې ټپیان شول.
دغه پوځي مقام دغه راز وویل چې پوځيانو په دې بریالي شوي دي چې د حصارک او شېرزادو ولسوالیو څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
ټاکل شوې ده د هرې سیمې له پاکولو وروسته پوځيان ځای پرځای شي چې د ډار اچوونکو مخه ونیسي او خلک په آرامۍ سره ژوند وکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته