کابل باختر دکب دمياشتې ١٤ :
په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري او تراوسه پورې په دغو عملياتو کې ٣٢ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم د قوماندانۍ وياند جاويد نيازي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د ذوالفقارعمليات چې له څو ورځو را په دې خوا د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د هلمند ولايت د سنګين، مارجې او د نادعلي دولسواليو او د دغه ولايت د نورو سيمو د پاکولو په مقصد پيل شوي دي؛ لا تراوسه پورې هم دوام لري او له امله يې٢٢تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
نيازي وايي چې د دغو عملياتوپه بهيرکې د تروريستانو له خوا شپږ ښخ کړاى شوي ماينونه د امنيتي ځواکونوله خوا کشف او شنډکړاى شوي دي او د ذوالفقار عمليات به هدف ته تر رسيدو پورې دوام ومومي .
0 1 دقیقه لوستل