نړۍ

دامريکا په بوستون ښار کې دچاودنويو مشکوک ووژل شو .

 

واشنګتن باختر د وري  ديرشمه :

 دامريکا پوليسو ددغه هيواد دبوستون ښار دماراتن دسياليو دتيرې دوشنبې دورځې دبمي بريدونوديو مشکوک دوژل کيدو خبر ورکړى دى .

 دامريکا پوليسو ويلي دي چې دبوستون ښار دچاودنو عاملين دوه ورونه وو چې دواړه يې دچيچن هيواد اتباع دي .

  دغه مشکوک دبوستون ښار په لس کيلومتري واټن کې په واتر تاون ښارګوټي  کې په پلټونکو عملياتو کې وژل شوى دى .

  پوليسو دغه راز ويلي دي چې  دبل مشکوک  دموندلو لپاره دپلټنې عمليات دوام لري .

  په دې بمي بريد کې درې تنه ووژل شول او يو سلو اويا تنه نور ټپيان شول .

 ماراتن بوستون دنړۍ دماراتن يوه ډيره لرغوني لوبه ده چې سږ کال يو سلو اووه لسمه  دوره يې ترسره شوه  په ماراتن بوستون  کې  څه دپاسه شپږ ويشت زره تنه ګډون کوي چې يو زيات شمير يې له نورو هيوادونو څخه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته