پيښور باختر د ثور اوه ويشتمه :
دپيښور په ملکنډ سيمه کې دوو جوماتونوته څيرمه ددووبمونو دچاودنې له امله څه ناڅه لس تنه ووژل شول او کابو شل تنه نور ټپيان شول .
داکسپرس تربيون ورځپاڼې دخبر له مخې ،دغه چاودنې نن هغه وخت وشوې چې خلک دجمعې دلمانځه داداکولو لپاره په دغه جومات کې راټول شوي و .
امنيتي خبرځايونه وايي چې ښايي ددغو چاودنو له امله دسردزيان شمير زيات شي او تراوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ