امنیت

د بدخشان په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
دبدخشان په خاش ولسوالۍ کې پرون په چاودنه کې د پوليسو  د يوه سيمه ييز قوماندان په  ګډون  ٤ تنه ټپيان شول .
  د باختراژانس د سيمه ييزخبريال احسان الله عدن براتي د خبرله مخې؛دغه چاودنه  د هغه ماين زېږنده وه  چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ  په درخان کلي کې  د جامع جومات   په دروازه کې  وشوه .
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري وويل: چې دغه چاودنه  هغه وخت  وشوه چې لمونځ کوونکي د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته له جومات څخه  وتل .
د بدخشان  د والي د وياند د څرګندونوله مخې؛  په دې چاودنه کې د يوسيمه ييز قوماندان خال محمد په ګډون  څلور لمونځ کوونکي ټپيان شول او د دغې پېښې  ټپيان روغتون ته ولېږدول  شول
دغه ماين د خال محمد قوماندان د وژلو لپاره ځاى  پرځاى شوى و .
طالبانو  په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته