ټولنه

په ننګرهار کې دیني عالمانو په جګړه کې له ښکلیو غاړو د سولې غوښتنه وکړه

ګردیز/ باختر/ د غويي د میاشتې ۴ مه
په ننګرهار ولایت کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې په جګړه کې له ښکیلو خواوو څخه د سولې غوښتنه وکړه او د دواړو لورو له خوا پیل شوي جګړه یېز عملیات یې وغندل.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې زیات شمېر دیني عالمانو د دولت او وسله والو طالبانو له لورې د (الفتح) او (خالد) په نامه پیل شوي عملیات وغندل او زیاته یې کړه چې روان عملیات د هيچا په ګټه نه دي، ځکه چې يوازې افغانان پکې وژل کېږي.
دوی وايي: د روان ۴۰کلن جنګ ټول قربانیان افغانان دي، نو ځکه د سولې اړتيا  تربل هروخت ډېره ده.
دوی وویل: افغانان تر بل هر څه لومړی سولې ته اړتيا لري، ځکه د امنیت نه شتون افغانان له زده کړو، پرمختګ او نورو ډېرو کارونو وروسته پاتې کړې دي.
دی زياتوي، حکومت او طالبان دواړه بايد خپل پيل کړي عمليات د بې ګناه افغان وګړو د ژغورنې او سولې خبرو اترو د پيل په موخه بېرته ودروي.
په جوړې شوې غونډه کې قومي مشرانو هم له طالبانو وغوښتل چې د پرديو له لمسون لاس په سر شي او له حکومت سره دې سوله وکړي او نړيوال دې هم د افغان سولې پروسې د مخته بېولو او کاميابۍ لپاره رښتيني ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو وروستیو خبرو اترو د افغانانو په زړونو کې زیاتې هیلې پيدا کړې وې، خو په هېواد کې وروستۍ نښتې د دې لامل شوي چې د افغانانو هیلې له خاورو سره یو کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته