امنیت

شپاړلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
شپاړلسو تنو وسله والو مخالفينو ته دننګرهار ولايت د اچين او مومندرې په ولسواليو کې مرګ ژوبله واوښته .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍمطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل : داچين ولسوالۍ په کره کنه سيمه کې دهوايي ځواکونو په بريد کې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې، وسله والو مخالفينو غوښتل له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته ماينونه وليږدوي چې د لارې په اوږدو کې د دوى يو ماين وچاوديد او له امله يې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور سخت ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته