ورزش

د هېواد د آزادو مبارزو ورزشکارانو د تاجکستان د سياليو اتلان شول

کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د هېواد د آزادو مبارزو ورزشکارانو د تاجکستان په سياليوکې لومړى مقام وګاټه .
  د المپيک د ملي کميټې د خپرونو مسوول منور شاه شهزاد نن باخترآژانس ته وويل چې د آزادو مبارزو سيالۍ د اتو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون  د تاجکستان په کوربه توب د روان هجري لمريز کال د سلواغې د مياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه  د دوشنبې په ښارکې پيل شوې وې چې افغان ورزشکارانو د دريو سياليو په ګټلو سره لومړى مقام او تاجکستان دويم مقام وګاټه .
  د شهزاد د څرګندونوله مخې: په دغوسياليوکې له افغانستان څخه اوو تنو ورزشکارانو د ولي هوټک په مشرۍ ګډون کړى و .
په دغوسياليوکې نصرت الله اخوند زاده د اويا کيلوګرامو په وزن کې، نثار احمد وطن دوست د څلور اويا کيلوګرامو په وزن کې خپلوسيالانو ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو لومړى مقام يې وګاټه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته