ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا!

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا!
د ١٣٩ کال دکانکور ټولو برخه والو ته چې دخپل کانکور دنمرو په پام کې نيولوسره د ١٣٩١ کال تحصيلي بورسونو ته کانديد شوي دي او دنه حاضرېدوله امله يې تراوسه پورې له بورسونو څخه استفاده نه ده کړي؛ خبرورکول کيږي چې دلوړو زده کړو وزارت تصميم لري چې په نږدې راتلوونکې کې ٢٥٠ تنه دغه محصلان دليسانس دورې د زده کړې لپاره هند ته واستوي.
له دې امله هغه فارغان چې په دغه لست کې شامل دي او دکمپيوتر سياينس، دکانونو دانجينري ، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ، اقتصاد ،  دبريښنا دانجينري ، اروا پوهنې او مهندسي په څانګو کې  د زده کړې هيله ولري غوښتنه کيږي چې د روان کال دلړم دمياشتې تر ١٦ نيټې پورې دې دنوم ليکنې په مقصد د لوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو اوفرهنګي اړيکو رياست ته ورشي.
دسږکال دکانديدانو لست چې دنه حاضرېدو له امله تراوسه پورې يې له بورسونو څخه استفاده  نه  ده کـــــــړې، دلوړو زده کـــــړو په ويب پاڼه کـــــــې
( www.mohe.gov.af    ) اعلام شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته