امنیت

يوسلو اته تنه تروريستان ووژل شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ١٠٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د پکتيا ولايت د څمکنيو او ډنډ پټان په ولسواليو، د لغمان ولايت د مرکز، د پکتيکا ولايت د جاني خيلو او خوشامند، د بغلان ولايت د مرکزي بغلان، د قندهار ولايت د نيش او دخاکريز ، د زابل ولايت د شاجوى، د روزګان ولايت د خاص روزګان ، دهراوود ،چنارتو او سراب، د دايکنډي ولايت د ګجران او ګيزاب ، د فراه ولايت د بکوا ،خاک سفيد او د ګلستان ، د هرات ولايت د اوبې، کرخ او د چشت شريف او د هلمند ولايت د موسى قلعه د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ١٠٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ٣٥ تنه يې ټپيان او د طالبانو يو قوماندان ونيول شو .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د دښمن ٢٤ ټينګ سنګرونه دړې وړې شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي اردو ١٢ تنه سرتيري د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې د دښمن د درندو وسلو د ډزو او د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شوي دي.
دغه راز دملي اردو ځواکونو د وسايطو ضد ٣٠ ماينونه دهيواد په بيلابيلو سيمو کې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته