امنیت

د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د بدخشان ولايت د تګاب ولسوالۍ د پوځيانو او طالبانو ترمنځ د نويو نښتو دګر دى.
دغه جګړې تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بازار دطالپانو له بريد وروسته ونښتې او تر اوسه پورې دوام لري .
د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې يوه سيمه ئيز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې طالبانو د تګاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه دوه کلي نيولي دي او پوحيان هلې ځلې کوي چې يرغلګر په شا وتمبوي او وځپي .
تر اوسه پورې د دغو نښتو په بهيرکې د دواړو لورو د سر د زيان د شمېر په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى .
جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته