امنیت

په هرات کې دپاسپورت دتزوير په تور يو سړى په درې کاله بند محکوم شو .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
يوسړى  دپاسپورت دعريضو دتزوير  په تور دهرات دښاري محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شو .
دغه سړي څه موده مخکې دپاسپورت دغوښتوونکو عريضې  له هغوى څخه راټولې او دتزوير  په ډول  يې برابرولې او وروسته يې دپړاونو دبشپړولو په موخه دپيسو دترلاسه کولو په بدل کې دهغوى دخاوندانو په لاس کې  ورکول چي دزيانمنو شويو کسانو  دخبر له مخې: دتورن کور ولټول شو او پنځه دير ش  چاپي  عريضې  چې دامنيه قوماندان دمهر اولاسليک په تزوير  سره ليکلې شوې وې له دوو کمپيوټرونو ، يوه پرنټر او له يوه مخصوص قلم سره چې له هغه څخه دتزويري  لاسليک  په خاطر کار اخيستل کيده  ترلاسه شوې .
قضاوتمند محمد  شعيب ابراهيمي وايي چې تورن دهرات د ښاري ابتداييه محکمې دعامه امنيت په ديوان کې په دريو کلونو  تنفيذي بند محکوم شو .
په دې غونډه کې دنشه يي توکو دپلورنې اوقاچاقو او په غير قانوني ډول دوسلو دساتنې دقضيو ددريو  تنو تورنوکسانو دوسيې وڅيړلې شوې چې له امله يې دغه تورن کسان له يوې مياشتې څخه تر پنځوکلونو او شپږو مياشتو پورې په مجازاتو محکوم شول .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته