امنیت

يوه ډله وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
د ملا معراج الدين په سرګروپۍ يوه اووه کسيزه ډله وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شول.
  د سرپل والي محمد طاهر وحدت باختراژانس ته خبر ورکړ دغې ډلې پخوا دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند او خواجه راجع په کليو کې له دولت سره په مخالفت کې فعاليت کاوه چې له دريو ميلو پيکا ، پنځوکلاشينکوفونو ، دريو مخابرو او يوې اندازې مهماتو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته