امنیت

پنځه ویشت تنه وسله وال طالبان په بادغیس کې ووژل شول

کابلباختر د وري د مياشتې۲۴مه دبادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې ۲۵ تنه وسله وال د هغوی پر سنګرونو د ځمکنیو او هوایی بریدونو له امله ووژل شول . په بادغیس کې د ملي اردو یو ویاند عبدالقدیر صدیقي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې طالبانو غوښتل د آبکمري ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سیموکې یې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې له هوا او ځمکې څخه پری بریدونه وشول او له امله یې ۲۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شول . ده وویل چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم برسیرن ټپیان شول. ویل کېږي طالبانو د آبکمري له ولسوالۍ څخه په شاتګ کړی دی . پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته