امنیت

دکابل دګډامنيتي ټيم خبرتيا

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دکابل دګډامنيتي ټيم خبرتيا

داوسنۍ حالت شرايطو اودامنيتي ځواکونو  دغوښتنو له مخې په کابل ښارکې دتورو ښيښو لرونکو وسايطو اودسندونو اولمبرپليټ نه لرونکو وسايطو تګ راتګ اوپه ښارکې دپيکا اوتوغنديو ليږدونه منعه ده .

له دي امله  له جګپوړو دولتي مقاماتو ، چارواکو دملي شورا ددواړو مجلسونو دغړو ، ملي شخصيتونو ، قومې مخورو  اوله ټولو ګرانو هيوادوالو څخه په پوره درناوي سره غوښتنه کيږي  چې له خپلو امنيتي ځواکونوسره په صميمانه دول همکاري وکړې او په تورو  او دودي  ښيښو په وسايطو  له تګ راتګ او دجواز له کارت پرته دپيکا او نورو وسلو له ليږدونې څخه ډډه وکړي .

دسرغړونې په صورت کې دکابل ګډامنيتي ځواکونه په قانوني اقداماتو لاس پورې کوي  او دسرغړونکى وسايط دروي  اوغيرقانوني وسله ضبطوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته