امنیت

دکابل – هرات د لويو لارو امنيتي حالت وڅيړل شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دکابل – هرات په لويو لاروکې امنيتي حالت دکورنيو چارو وزارت د امنيتي او تصدۍ د عامه ساتنې د معين له خوا وڅيړل شو.
د امنيتي تصدۍ او عامه ساتنې معين لوى پاسوال جمال عبدالناصر صديقي په داسې حال کې چې دعامه نظم دپوليسو لوى قوماندان پاسوال زمري پيکان ورسره و؛ دکابل – هرات دلوى لارې امنيتي حالت يې له نږدې څخه وڅيړه.
دعامه ساتنې معين او د عامه نظم لوى قوماندان د ميدان وردګو ، غزني ، زابل، قندهار ، هلمند فراه او دهرات د ولايتونو له واليانو ، امنيه قوماندانانو او امنيتي مسوولينو سره د کابل – هرات دلوى لارې امنيتي حالت وڅيړه او ددغو ولايتونو مسوولينو د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي حالت په وړاندې پراته ستونزې او چلنجونه دعامه ساتنې معين ته وړاندې کړل چې په مقابل کې دهمکارۍ ژمنه وشوه او ددغې لوى لارې د امنيتي حالت دښه والي په برخه کې ددغو ولايتونو امنيتي مسوولينو ته لازمې لارښونې وشوې.
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې په درست هيواد او په تيره بيا دکابل -هرات دلوى لارې امنيتي حالت ښه شوى دى او په دې باب هلې ځلې اوس هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته