ورزش

دبدن دغړو دپالنې نړيوال اتل ياسين قادري نن کابل ته راستون شو .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دبدن  دغړو دښکلا نړيوال اتل ياسين قادري نن کابل ته راستون شو .
دحامدکرزي له نړيوالې هوايي ډګر څخه  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  ياسين قادري درې ورځې مخکې په هغوسياليو کې چې دمنګوليا په هېواد کې ترسره شوې  وکولاى شول  دنړۍ داسيا هېوادونو ترمنځ دبدن دغړو د پالنې داماتور په څانګه کې  داتلوالي  او دعضلاتو دښاغلي  لقب  وګټي  او کابل ته دراستنيدو په وخت کې دورزش  مينه والو دهرکلى وړ وګرځيد .
په دغوسياليو کې لومړى قادري  دلسو  غوره ورزشکاروترمنځ دسرو زرو مډال ترلاسه کړ او وروسته يې وکولاى شول  دنړۍ دبدن دغړو دښکلا داماتور دڅانګې دبدن دغړو داتلوالى لقب  هم وګټي .
ديادونې وړ ده چې ښاغلي   ياسين قادري  څو اوونۍ مخکې هم په دې بريالي شوي و چې دبدن دغړو دپالنې په برخه کې  په جنوبي کوريا کې داسيا د وچې اتلوالي ترلاسه کړي .     ختم_ عطاالله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته