ټولنه

په باميانو کې له وچکالي ځپلو سره دانساني او حيواني خوراکي توکو مرسته وشوه .

٣ – کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دافغانستان دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا  په باميانوکې له لسو زرو  وچکالي ځپلو سره  دخوراکي توکو او دکرنې داصلاح شويو تخمونو  مرسته شوې ده .

 دکرنې او اوبو لګولو وزارت دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې ددغو مرستو دويشلو پرورګرام پرون  دباميانو په مرکز کې  پيل شو .

  دباميانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمد طاهر  عطايي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې پروګرام به ددغه ولايت  په ګوټ ګوټ کې په څه ناڅه  لسو زرو کورنيو  چې ددوي له خوا مستحق پيژندل شوي دي انساني او حيواني خوراکي توکي او دکرنې اصلاح شوي تخمونه  وويشل شي .

 عطايي  زياته کړه چې دمرستي  په دې پروګرام  کې به پر هرې کورنۍ  څه ناڅه درې سوه  کيلوګرامه غنم ، وريجي ، دکرنې اصلاح شوي تخمونه  او حيواني واښه وويشل شي .

 دباميانو ولايت دمسوولينو له خوا دورکړي شوي احصايې له  مخې  په دې ولايت کې دوروستيو وچکاليو له امله دخلکو په سلو کې څه ناڅه شپيته دکرنې محصلات  زيانمن شوي دي .

 ويل کيږي چې ډير زيانونه ددغه ولايت دورث ،  سيغان ، او دپنجاب ولسواليو  کروندګرو زغملي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته