ښوونه او روزنه

په پکتيا پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او د لمريزې برېښنا چارې پیل شوې

ګردیز باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د شاوخوا ۴۸ ميلیونو افغانیو په لګښت په پکتیا پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز او لمریزې برېښنا د فعالولو چارې پیل شوې.
د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د لمرېزې برېښنا او معلوماتي ټکنالوژۍ ياده پروژه د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اووه څلوېښتو ملیونو، اووه سوه او پینځه اویا زره افغانیو په لګښت جوړيږي  چې کارونه به يې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
حسرت زياته کړه چې د يادو سيستمونو په فعالېدلو سره به د پکتيا پوهنتون ټول زده کړيالان نړيوال جال ته لاسرسی پیدا کړي چې، له مخې به يې د دغې ادارې په چاپيريال کې مثبت بدلونونه رامنځه ته شي.
له بلې خوا د پکتيا پوهنتون زده کړيالان بيا د دغه سيستم په فعالېدلو سره خوښي ښايي او زیاتوي چې د نړيوال جال په فعالېدو سره به هغه درسي موادو ته په اسانۍ سره لاس رسی پیدا کړي چې د هېواد په کتابتونونو کې نه پیدا کېږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته