ورزش

په لغمان کې د عدالت کرکټ لیګ په نامه د شل اوریزو لوبو ټورنمنټ پیل شو

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٠مه
په لغمان کې د ختیځ زون په کچه د عدالت کرکټ لیګ په نامه د شل اوریزو لوبو ۹ ورځینی ټورنمنټ نن د الینګار او عدالت لوبډلو تر منځ د سیالۍ په تر سره کولو سره پیل شو.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
دغه سیالۍ چې په لغمان کې د عدالت ګوند د مسول ذبیح الله نیازي په هڅو تنظیم شوي د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو د کرکټ د بېلا بېلو کلبونو شپږ لوبډلې به په کې لوبېږي او ۹ ورځې به دوام وکړي، چې موخه يې د ځوانانو  یووالی او له نظام څخه د ځوانانو ملاتړ دی.
د یاد لیګ د پرانستې په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي تر څنګ، د ولایتي شورا استازو، د بېلا بېلو ادارو مسولینو، د یادې سیالۍ تنظیمونکو، قومي مشرانو، د کرکټ لوبغاړو او د کرکټ مینه والو هم برخه اخیسته وه.
په پیل کې د عدالت کرکټ لیګ تنظیمونکي ذبیح الله نیازي د ښه راغلاست تر څنګ د دغو سیالیو په تخنیکي برخه هم رڼا واچوله او دا یې د بېلا بېلو ولایتونو د ځوانانو تر منځ د یووالي او پيژندنې لپاره یوه اړینه سیالي په ګوته کړه.
د ولایتي شورا منشي ګلزار سنګروال هم د پرانېستې په دغو مراسمو کې د خپلو خبرو پر مهال ځوانان یووالي ته را وبلل او ترې وې غوښتل څو له توپیري چلندونو په کلکه ډډه وکړي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا په خپلو خبرو کې د ځوانانو د ملاتړ او پرمختګ په برخه کې د شته پروګرامونو په تړاو د وینا تر څنګ په کرکټ بورډ نیوکه وکړه، چې په لغمان کې د کرکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو په برخه کې یې خپلې کړې ژمنې د بیا بیا تعقیب سره سره هم تر دې دمه عملي کړي نه دي.
نوموړي ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به په راتلونکې کې هم خپلې هڅې جاري وساتي تر څو دغه لوبغالی په معیاري توګه جوړ او د استفادې وړ وګرځي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه ورزش د افغانانو د یووالي د ټینګښت هغه لاره ده چې تر دې دمه مثبته ثابته شوې او ورزشکاران د دې ډګر رښتیني اتلان او د سولې سفیران دي.
لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ولسونو په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل چې د دښمن د ناوړو او مایوسه کوونکو تبلیغاتو، د نشه یي توکو او تعصب پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د دې تر څنګ د ولسونو د یووالي او د یو باثباته افغانستان لپاره د خپل نظام ملا وتړي.#
پاى-ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته