امنیت

په کابل کې په يو بهرني تبعه په چړو ګوزار وشو

کابل باختر  د زمري  نهه ويشتمه :
پوليس په يوه بهرني تبعه دبريد په باب چې څو شيبې مخکې دکابل ښار دلسمې ناحيې دبي بي مهرو په ساحه کې  رامنځته شو تحقيق کوي .
دپوليسو دلسمې امنيتي حوزې آمر نجيب الله سمسور ددغې پيښې په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل، پيښه دکابل ښار هوايي ډګر ته  په غځيدلي واټ  کې  رامنځته شوه، په دغه بهرني  تبعه ديو يرغلګر  له خوا دچړو ګوزارونه  وشول  او يرغلګر په تيښتې بريالى شو او ټپي سيمې ته دپوليسو له رسيدومخکې دهغه دهمکارانو له خوا له ساحې څخه ليږدول شوى و.
سمسور وويل: ددغې پيښې په اړوند ديوې لارې موټر چلوونکى نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته