سیاست

د هرات داستيناف محکمې د رئيس د وژنې په باب د نيول شويو کسانو اعتراف

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٣ :
دهرات پوليسو ددغه  ولايت داستيناف څارنوالۍ درئيس سميع الدين رهين د وژنې دقضيې داصلي عاملينوپه تحقيقاتو کې دپرمختګ  خبر ورکړ.
دهرات  ولايت امنيه قوماندان وايي :  پوليسو دهرات دفقيد څارنوال له شهادت څخه وروسته  په کابو  دولسو ساعتو  کې ددغې  دردونکې قضيې دوه تنه عاملين ونيول.
پاسوال عبد المجيد روزي  تورن کسان  په خسرو مشهور رامين او وحيد وبلل  چې  ددغه  نه بخښوونکي  عمل په جرم يې اعتراف  کړى دى .
دهرات ولايت  امنيه قوماندان په يوه خبري غونډه  کې وويل : دافغانستان دخلکو دښمنان  په دې وروستيو وختو کې په بدامنيو لاس پورې کوي  او غواړي هرات ناامنه وښيي  چې  له نيکه مرغه   ددښمن هر حرکت دامنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دى  اودهرات باعزته خلک په ټولو برخو کې له پوليسو سره مرسته کوي.
په دې غونډه کې دهرات امنيه قوماندان  له نورو کشفي ، اوپراتيفي او امنيتي  برخو څخه په مننې او قدردانۍ سره   چې ددغو  مجرمينو په نيولو کې يې دهرات له پوليسو سره مرسته کړې ده  ،  ورانکارو بانډونو ته  خبردارى ورکړ   چې  له تاوتريخوالي څخه دې لاس واخلي   له دې پرته  نيول کيږي  او د قانون  له منګولو اودپوليسو له  سترګو څخه نه شي تښتيدلى .
دهرات امنيه قوماندان په لويديځه حوزه کې  خبريالان د امنيتي ځواکونوملاتړي  او دهرات دخلکو  ډير نږدې دوستان وبلل  چې په  خپل وخت  کې  د وسله والو ځواکونو دکاري  اجرااتو او فعاليتونو په باب معلومات ورکوي.
جنرال روزي  ډاډ ورکړ  چې په هر ډول حالاتو  او شرايطو کې امنيتي ځواکونه    په خاص ډول پوليس  دد ندو اجرا کولوته تيار او دخپلو خلکو  خدمت  ته چمتو دي.               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته