سیاست

حامد کرزي په ايران کې د وروستي زلزلې له ا مله دخپل ژور خپګان مراتب څرګند کړل

کابلباخترد زمري ٢٢

د افغا نستان  د اسلا مى جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په ايران کې د وروستي زلزلې له ا مله دسردزيان اود مالى تا وان په خا طر دخپلې ډاډ ګيرنې اوغمشريکى مراتب څرګند کړل

درسنيو دخبر له مخې : پرون د ايران په شمال لويديځ کې ددوو پر له پسې زلزلو له ا مله څه نا څه ٢٥٠ تنه ووژل شول او څه دپاسه دوه زره تنه ټپيان شول.

 په دې زلزله کې د ايران په شمال لويديځ سيمو کې يو سلو لس کلى زيانمن شوي او زيات تاوان ور او ښتي دي .

 د افغانستان د اسلا مى جمهوريت جمهور رئيس ددغې زلزلې او له دې امله دسر داوښتې زيان او ما لى تا وان خواشينۍ کړى اود ايران دخلکو په غم کې ځان شريک بو لي

حامد کرزي د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې مراتب دقربانيا نو کورنيو ، د ايران د اسلا مى جمهوريت دمشرتا به مقام او ددغه هيواد جمهور رئيس محمود  احمد ي نژاد ته څرګندوى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته