-کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
٦ وسله وال طالبان په غزني کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او ٦ نوريې تپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه غزني ښار ته څېرمه او په قره باغ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يرغلګرو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې او د پوځيانو د سپرلۍ پرکاروان يرغل وکړ .
تندر قول اردو د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي،چې په دې جګړو کې ٦ يرغلګر ووژل شول او ٦تنه نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانوتراوسه په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم _ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ