امنیت

د تخار ولايت امنيتي حالت څيړل کيږي

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
د کورنيو چارو وزير د امنيتي حالاتو د څيړنې په موخه د تخار ولايت ته سفر وکړ.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دجنرال تاج محمد جاهد د سفر موخه د تخار ولايت د امنيتي حالاتو او له ډار اچوونکو او جنايتکارو بانډونو سره د مبارزې د څرنګوالي څيړنه ده .
د کورنيو چارو وزير په  تخار ولايت کې له سيمه ئيزو مسوولينو، پوځي مقاماتو او د سيمې له مشرانو سره په کتنه کې له ډار اچوونکو او له سازمان موندلو او جنايتکارو بانډونو سره په مبارزه کې د امنيتي مامورينو د کړو وړو او فعاليتونو په باب  خبرې وکړې.
سيمه ئيزو مسوولينو او پوځي مقاماتو د سيمه ئيزو پوليسو په ګډون دپوليسو د تشکيلاتو او د امنيتي مامورينو د جنګي تجهيزاتو کمښت له ډار اچوونکو او جنايتکارو بانډونوسره د مبارزې په لاره کې ستر چلنجونه وبلل .
د کورنيو چارو وزير د تخار ولايت له پوځي مقاماتو او سيمه ئيزومسوولينو سره ژمنه وکړه چې د پوليسو د لازيات  ځواکمن کولو او سمبالولو په لاره کې به اقدام وکړي. 
جنرال جاهد په داسې حال کې تخار ته سفر کوي چې د دغه ولايت ځينې سيمې لا تراوسه پورې هم د وسله والو طالبانو د ډلې د شتون او فعاليت ډګر دى .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته