ټولنه

د بشر د حقوقو کميسيون له ايران څخه د افغان ماشومانو د ورځ په ورځ زياتيدونکو ايستلو له امله انديښنه لري

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
د بشر د حقوقو  خپلواک کميسيون په جبري ډول له  ګاونډيو هېوادونوڅخه د بې سرپرستو ښځو، نجونو او ماشومانو د ليږدونې بهير له انديښنې ډک وباله اوله  حکومت څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې دې جدي تدبيرونه په پام کې ونيسي .
د باختر آژانس دخبرله مخې  :
د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون په يوه رپوټ کې ويلي دي چې ايران په وروستيو دوو مياشتو کې کابو زر تنه ماشومان له دغه هېواد څخه افغانستان ته را استولي دي.
ايران ادعا کوي چې دغو ماشومانو په غيرقانوني ډول په ايران کې شپې سبا کولې. په دغو ماشومانوکې هغه کسان هم شامل دي چې د کورنيو له خوا يې د قاچاق وړونکو په واسطه ايران اته استول شوي دي. شړل شوي ماشومان له  ١٢ کلنى څخه تر  ١٨ کلنى پورې دي .
دغه کميسيون دغه راز په هرات ولايت کې د سيمه ييزو مسوولانو له خولې ويلي دي چې د شړل شويوکسانو ترمنځ يو شمېر بې سرپرسته ښځې او نجونې هم تر سترګو کيږي چې له ايران څخه افغانستان ته استولې شوې دي.
دغه کسان د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه دي چې له امکاناتو پرته يې په دغه هېوادکې شپې سبا کولې .
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون وايي چې په کال کې کابو لس زره تنه ماشومان د قاچاق وړونکو له خوا په بېلابېلو مقصدونو له افغانستان څخه ايران ته قاچاق کيږي چې يو زيات شمېر د ايران د پوليسو له خوا نيول کيږي او بېرته افغانستان ته راستنول کيږي .
د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون ګاونډيو هېوادونو ته دماشومانو دورځ په ورځ  زياتيدونکي قاچاق د بهير له امله انديښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د دغه بهير د کمښت يا بندولو لپاره دې تدبيرونه ونيسي.
د دغه کميسيون د څرګندونوله مخې: څرنګه چې د ماشومانو قاچاق د امنيتي مقاماتو له سترګو څخه لرې او په پټه توګه ترسره کيږي؛ د هغو ماشومانو کوم ارقام چې له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا ايران ته قاچاق کيږي  شتون نلري. خو په منځني ډول هره ورځ له شلو څخه تر پنځه ويشتو پورې دغه ماشومان په ايران کې د دغه هېواد د پوليسو له خوا نيول کيږي او بېرته افغانستان ته استول کيږي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د ژمي د فصل په را رسيدو سره د پناه غوښتوونکو په تېره بيا د بې سرپرستو پناه غوښتوونکو د ايستلو زياتوالى   يو لړ انديښنې په ځان پسې لري.
له شړلو شويو ماشومانو سره خبرې ښيي چې ناپيژندل شوي مالونه د قاچاق وړونکو له خوا ماشومانو ته سپارل کيږي چې هغوى دغه مالونه دايران ترخاورې پورې له ځان سره وليږدوي.
د هېوادپه لويځ کې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون ساحوي دفتر وايي      چې د انسان قاچاق وړونکي د ماشومانو په وسيله اقتصادي ګټه ترلاسه کوي  ښايي له هغو څخه جنسي استفاده هم وشي او د نشه يي توکو د قاچاقو په ګډون د خطرناکو فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې هم ناوړه استفاده کيږي او دغه موارد په نړۍ کې د ماشومانو د حقوقو د تر پښولاندې کولو څرګند مصداق دى.
له دغو ماشومانوسره خبرې اترې دغه راز ښيي چې هغوى د دغو ټولو کړاوونوپه زغملوسربيره له ستنيدو وروسته د ايران د انتظامي ځواکونو له خوا هم ځورل کيږي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته