کابل باختر د وږي دمياشتې ٢١
د شينډنډ په ولسوالۍ کې د وسله والو تروريستانو يو مشهور قوماندان له خپلو دريو تنو افرادو سره د افغان ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شو .
افغان امنيتي ځواکونو چې ددغو عملياتو مشري په غاړه لري؛ وايي چې ملا احسان الله د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوې ډلې تروريستانو او غلو سرپرستي په غاړه درلوده.
د طالبانو پر دغه قوماندان هغه وخت د ملي اردو د کوماندو د ځواکونو له خوا بريد وشو چې د تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و.
ويل کيږي د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ