امنیت

په کابل کې له تورو ښيښو څخه دوسايطو دپاکولو پروګرام اودغير مسولو افرادو مخنيوي پيل شو

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دکابل امنيتي ځواکونودتورو ښيښو دپاکولو اوپه کابل ښارکې  دغيرمسوولو افرادو  دتګ راتګ  دمخنيوي پروګرام پيل کړ.
دکابل دساحوي زون دامنيه  قوماندانۍ  دجنايي  جرمونو دکشف اوتحقيق رييس  جنرال  محمدظاهر باختراژانس  ته وويل، ددغه پروګرام  دترسرکولو هدف په ښارونو کې دغيرمسوولو افرادو  دتګ راتګ  مخنيوي ، دموجودو وسلو ثبتول   په ښارونو کې  له غيرمسولو کسانو څخه دوسلو  ټولول ،   له تورو ښيښو څخه دوسايط پاکول  له  ټولو شخصي او دولتي وسايطو څخه د غير معياري  لمبر
پليټونو  راټولول   او په واټونو کې دلارې دبې مورده بنديدو مخنيوي وباله ،
پوليس  هوډمن  دى چې دغه پروګرام له استثنا  پرته په   جدي ډول تعقيب کړي
ده  خبرداري ورکړ که چيري سبا افراد اويا اشخاص  ددغو عملياتو په  وړاندې  چې د وزيرانوشورا دپريکړې  له مخې ترسره شوې  ، مقاومت وکړي وبه نيول شي .
په  همدې  حال کې دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي وويل چې دپاکولو عمليات به له استثنا پرته په مرکز او ولايتونو کې  اجرا شي  .
ده له مقاماتو څخه وغوښتل چې دښه امنيت  او نظم دتامينولو په لاره کې  دوزيرانو شورا دوروستي مصوبې په تطبيق کې له پوليسو اودهيواد له نورو امنيتي    ځواکونوسره همکاري وکړي.
دغه پروګرام  په مرکز کې  دکابل د  ١١١ فرقي  ، ترافيکو، دامن اوعامه نظم  دقوماندانۍ  ،  دپوليسو  دځانګړو قطعاتو  دعمومي رياست  ، دتروريزم پرخلاف   دمبارزې  دلوى رياست  په ګډو هلوځلو سره د ١٠١  اسمايي  زون له  خوا  اودهيواد دولايتونو دامنيه قوماندانيو  له  خوا دملي اردو  دقول اردوګانو اودولايتونو دملي امنيت درياستونو په  همغږۍ  نن پيل  شو او په جديت سره به دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته