امنیت

٣٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دزمري اتلسمه:
دملي دفاع وزارت  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دملي اردو دځواکونو په بيلابيلو عملياتو کې د ٣٦ تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دې خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر له خوا خپره  شوې ده طرحه شوې ده چې دغه عمليات  دغزني ولايت د مقراو انډړو ، دپکتيکا ولايت دارګون ،  برملې او خوشامند ، دکابل ولايت دخاک جبار ، دفارياب  ولايت دالمار او قيصار دسرپل  ولايت دکوهستاناتو دکندز ولايت ددشت ارچي  او خان اباد او د هلمند  ولايت  دنوزاد او دناوې دولسواليو  په مربوطاتو کې  ترسره شول چې په بهير کې يې ٣٦ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ديرش تنه نور يې ټپيان شول او دحيات الله په نامه دطالبانو يو قوماندان ونيول شو .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي يوه اندازه وسلې او درانده وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي اردو پنځه تنه سرتيري دامنيتي دندو په بهير کې  دماين دچاودنې له امله شهيدان شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته