ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم اتل شو .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دانترنشنل  دکرکټ دجام اتل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې، دهېواددکرکټ لوبغاړو له عربي متحده اماراتو دکرکټ له ټيم سره  دلوبې په څلورمه ورځ ددويم ځل لپاره وکولاى شول دکوربه هېواد ټول لوبغاړي  دلوبې  له ډګر څخه حذف او دانترنشنل داتلوالى  جام ترلاسه کړي .
  دانترنشنل جام دکرکټ دنړيوالې شورا په چوکاټ کې  داتو ټيمونو ترمنځ په ٢٠١٥ ميلادي کال کې پيل شو او نن دافغانستان په برياليتوب سره پاى ته ورسيد .
  دهېواد دکرکټ لوبغاړې دعربي متحده اماراتو ، ايرلند ، هالند ، هانک کانګ ، سکاتلند ، پاپيوګينه او ناميبيا له ټيمونوسره په ټولو شپږو لوبو کې بريالي شول .
دايرلند ، هالند ، عربي متحده اماراتو ، پاپيوګينه  ، هانک کانګ او دناميبيا ټيمونو په ترتيب سره  له دويمې څخه تر اتمې درجې پورې وګټل .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته