امنیت

ديرش تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
په هلمند ولايت کې دجلا جلا عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات دافغان ځواکونو له خوا دهلمند ولايت دلښکرګاه ښار او دنهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول.
د ده دڅرګندونو له مخې :دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار دبولان دساحې په مربوطاتوکې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون اولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ځواک زياته کړه :وژل شوي قوماندانان قارى حضرت او هجومي نوميدل او د طالبانو د ډلې له مشهورو قوماندانانو څخه وو.
دغه راز دهلمند ولايت دنهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې دناتودهوايي ځواکونو په عملياتو کې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه :ددغو عملياتو په بهير کې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي . ځواک وويل :په دغو عملياتو کې دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته