امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٠ :
په قندهار ولايت کې نهه تنه وسله وال طالبان د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول  او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړې نن سهارد ژيړي اوسپين بولدک په ولسواليو کې رامنځه شوي دي .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې جګړو کې ددغې ډلې ددوو تنو سيمه ئيزوقوماندانانو په ګډون  نهه تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړې د وسله والو طالبانو له خوا د پوځيانو دسپرلۍ په  کاروان له بريد وروسته رامنځته شوي دي  .
ويل کيږي  په دې جګړو کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په  قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې هم کشف شوې دي.
په دغه جنوبي ولايت کې  يوه پوځي قوماندان وايي چې دغه  ډيپوګانې دارغنداب ولسوالۍ  ته څيرمه  دوسله والو طالبانو په پټځايونو کې ساتل کيدې .
له دغو ډيپوګانو څخه يوشمير سپک اودرانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته