امنیت

نوي تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې دريمه نيټه  :
نوي تنه ډاراچوونکي طالبان  پرون دهېواد په بيلابيلوسيمو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوله  خوا ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.:
دافغانستان  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دخلکو دسر اومال دساتنې په مقصد  ګډيرغليز عمليات ترسره کړل  چې په نتيجه کې  يې دډاراچوونکو ددريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون نوي تنه ډاراچوونکي ووژل شول  پنځه پنځوس تنه ټپيان  او دوه تنه يې ونيول شول.
دغه عمليات دننګرهار، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني، ميدان وردګو ،  زابل ، قندهار ، روزګان ، فراه ، بادغيس  و بغلان ، تخار، بلخ او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته