امنیت

دملګرو ملتو سازمان په کندز ولايت کې دملکي وګړو دوژل کيدو د ادعا په باب تحقيق کوي.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
دملګرو ملتو سازمان ويلي دي دافغانستان په شمال کندز ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ٣٢ تنوملکي وګړو دوژل کيدو د ادعا په باب تحقيق کوي .
دملګرو ملتو سازمان دملکي وګړو وژل کيدل دمنلو وړنه دى بللى.
دتيرې پنجشنبې په ورځ په کندز ولايت کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه وګړل چې ددغه ولايت دوالي دڅرګندونو له مخې دښځو او ماشومانو په ګډون د ديرشو تنو دوژل کيدو سبب شول.
په افغانستان کې ديوناما هيئت ويلي دى چې په دې پيښه کې دکندز ولايت دبزقندهاري په سيمه کې ٣٢ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ١٩ تنه نور ټپيان شول چې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان وو، دغې پيښې په افغانستان کې دملکي وګړو دسردزيان شمير لوړ کړى دى .
دملګرو ملتو دسازمان درپوټ له مخې يواځې په تيره اوونۍ کې ٩٥تنه ملکي وګړي وژل شوي او ١١١ تنه نور ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته