سیاست

دمشرانو جرګې رييس دافغانستان پاکستان او اندونيزيا عالمانو دګډې اعلاميې دخپريدو ملاتړ څرګندکړ .

کابلباختر د غوييد مياشتې٢٣مه
د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دغې جرګې په نننى غونډه کې د یوه نړیوال سند په  تصدیق سربیره د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دعالمانو د ګډې اعلامیې له خپریدو سره  ملاتړ څرګند شو.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

د حیرتانو -د ترمذ پله د امنیت د ټینګښت په اړوند د افغانستان داسلامي جمهوری دولت او ازبکستان جمهوریت تر منځ د موافقه ليک ضمیمه چې د مجلس  په کمېسیونونو کې مطالعه شوې وه د نړیوالو چارو د کمېسیون د مرستیال اوغړو له خوا غونډې ته وړاندې اود تائید وړ وګرځید.
خو د غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان عالمانو د ګډې اعلاميې څخه چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په اړه د اندونیزیا په بوګور ښار کې خپره شوه، هرکلې او ملاتړ وشو او وویل شول چې د درې واړوهېوادونو ځانمرګي بریدونه د اسلامي اصولو سره په ټکر کې ګڼلي او د افغانستان د سولې او هوساینې څخه یې ملاتړ کړی او د دې تر څنګ یې له مخالفو وسله والو غوښتي چې د افغانستان حکومت د سولې وړاندیزونه ومني او په دې هېواد کې دې له وژنو لاس پورته کړي.
خو ځینو غړو په داسي حال کې چې د دی اعلامیې ملاتړ کاوه، څرګنده یې کړه، څرنګه چې هيله کیده د دې ناستې په پای کې کومه ګټوره فتوا صادره نه شوه چې باید په افغانستان کې جګړه، ورانکارۍ او تروریستي فعالیتونه حرام ګڼل شوی واي چې دې ته اړتیا شته چې د سعودي عربستان او مصر هېوادونو په ګډون د ټولو اسلامي هېوادونو له خوا جامع فتوا چې وکولای شي د افغانستان ستونزه حل کړي، خپره شي .
دغه راز یو شمېر سناتورانو د کاغذي پیژندپاڼو په کاپي د ټاکنو استیکرونو د لګولو په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستی اقدام څخه په اندېښنې سره وویل چې دغه اقدام به په راتلونکو ټاکنو کې د پراخې لاس وهنې زمینه برابره کړي، او باید دغه  کمېسیون د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بایمتریک او دیتابیس د جوړیدو په ګډون د منلو وړ او لازم تدبيرونه نيولي  وای،همداراز څرګنده شوه چې یاد عمل به د بی باورۍ سبب شي او د ټاکنو روڼوالی به تر پوښتنې لاندې راولي، خو د مجلس ځینو غړو اوسنیو شرایطو کې د هېواد په ناامنو سیمو کې د کمېسیون وروستۍ پریکړه مناسبه وګڼله.
په غونډه کې دښمن ته دسر دزياتوزيانونو داوښتود یادونې ترڅنګ، د هېواد په څو مهمو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتوالي او د دفاعی او امنیتی ځواکونو د تلفاتو او د امنیتی مسئولانو د ناغیړۍ او د بهرنیو ځواکونو په نه همکارۍ هم نیوکې وشوې او وویل شول چې له بده مرغه د بدخشان، غور، فاریاب، بغلان، بادغیس، ننګرهار، پکتیکا، غزني،زابل، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې سختې جګړې رواني دي چې ددغو جګړو له امله د هېواد یو شمېر دفاعی او امنیتی زړه ور ځواکونو د امنیتی سکتور د بی کفایتۍ او نه همغږۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا هم ځینې سیمې د دښمن تر محاصرې لاندې راشي او که دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، وضعیت به له دې بدشي.
په تخصصی پروګرامونو کې د ۳۵۰۰ ډاکټرانو د شمولیت په موخه مشرانو جرګې ته د عامی روغتیا د وزیر او ډاکټرانو  د را استول شوې طرحې په اړه خبرې ، د ملي یووالي دحکومت دمشرانو د سیاسی اختلاف په دوام نیوکه، دسویلي آسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې تګلارې په  نه پلې کیدو نیوکه،  له ترکیې هېواد سره د هوایي دهلیز د جوړیدو په موخه د دجمهور رييس  دهڅو هرکلی، د ودونو مراسمو د قانون په  پلي کیدو ټینګار،دکورنیو په چارو وزارت کې د نویو ټاکنو په اړه موافق او مخالف نظرونه د پلخمري ښار په ګډون د حکومت تر کنټرول لاندی ځینو سیمو کې د طالبانو له خوا د مالیې اخیستل او د بغلان ولایت ځینو ولسوالیو کې د پرونیو سیلاوونو له امله د انساني او مالي زیانونو یادونه، د پوځی عملیاتو په جریان کې امنیتی سکتور ته د لا زیاتو واکونو په ورکولو ټینګار، د هېواد ختیځ زون کې د وخت وړاندی د ازموینې د اخیستو په اړه د لوړو زدکړو وزارت په پریکړې نیوکه، د هوايي او ځمکنیو لازمو عملیاتو له لارې  د دښمنانو په موخه ګرځولو ټینګار، د ډالرو د بیې لوړوالي څخه اندېښنه او په لومړنیو خوراکي  او سون توکو یې منفي اغیزې، د کابل ښاروالۍ له خوا د معلولینو د ستونزو په حل ټینګار،د ننګرهار په ولایت کې د امنیتی مسئولانو د بی کفایتۍ په نسبت د افرادو او اشخاصو د ترور دکچې زیاتوالی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییزو کارکوونکو استخدام کې د پیسو د تبادلې احتمال، د کابل- کندهار، کابل-ننګرهار او پکتیکا- غزنی د لويو لارو دتګلورو دناامنیو په حل خبرې اترې ، د څرخي پله او میدان وردکوپه جيلونو کې د اعتصاب کوونکو غوښتنو ته په رسیدګۍ ټینګار او ځینې نور مسایل وو چې په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
ددغو مواردو په جمع بندۍ کې د مجلس رئیس له  امنیتی مسئولینو وغوښتل چې  د دښمن پلان او پروګرامونه شنډ او په نا امنو سیمو کې د دښمن پټنځایونه د ځمکې او هوا له لارې موخه وګرځوي او د هېواد د دفاعي او امنیتی ځواکونو په سمبالولو کې لا زیاتي هڅې وکړي او زیاته یې کړه چې ډیرژر به د بیلا بیلو سیمو امنیتی ستونزې او اندیښنې چې د مجلس غړویې په اړه بحثونه درلودل له جمهور رييس  سره په بحث کې مطرح کړي.
فضل هادی مسلم یار د پیژندپاڼو په کاپی باندی د سټیکرونو د لګیدو په اړه وویل، دغه پریکړه د تیرو بحثونو او وړاندیزونو وروسته شوې، سره له دی چې ځینې ملاحظات په کې شتون لري خو که چیرې په هېواد کې دټاکنو بهیر بریښنایی نه شي، ستونزې او اندیښنې به په کې شتون ولري، خو په هر حال دا دټاکنوخپلواک کمېسیون مکلفیت دی چې د رڼو او د لاسوهنو لیری د ټاکنو د ترسره کیدو زمینه برابره کړي.
د مشرانو جرګې رئیس داندونیزیا کې د دریو هېوادونو د عالمانو د کنفرانس جوړیدو په تړاو د سولې د عالی شورا د مسئولینو د هڅو یادونه وکړه او ویې ویل، هیله ده چې دغه کنفرانس د افغانستان د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې ګټور واقع شي.
فضل هادي مسلم  دخپلو خبرو په پای کې د لوړو زدکړو وزارت مخاطب کړ چې د مشرقي ولایتونو د ښوونځیو د زده کوونکو اندیښنې چې د خپلو درسونو د پای ته رسیدو مخکې له دوی څخه د کانکور ازموینه اخیستل شوې، په پام کې ونیسی او په دې برخه کې دې رښتینی عدالت پلی کړي.پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته