ټولنه

د ځوانانو د چارو معینیت هڅه او هاند کوي چې د دولتي بنسټونو په تشو بستونوکې ځوانان وټاکل شي

کابل – باختر – د غبرګولي د میاشتې ۱۲
د دولتي ادارو په تشو بستونوکې ځوانانو ته د کار د زمینو د برابرولو په موخه نن د ځوانانو د چارو د معینیت له خوا یوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبریال دخبر له مخې :
د دغې غونډې موخه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړیوال مرکز په تالارکې جوړه شوې وه؛ د دولتي ارګانونو په تشو بستونوکې ځوانانو ته د کار د زمینو برابرول دي.
د دغې غونډې په پیل کې د ځوانانو د چارو د معینیت د پروګرامونو د همغږۍ رئیس حضرت الله شریفي خبرې وکړې او ويی ویل چې د ځوانانو د چارو معینیت د ځوانانو د ملي پالیسۍ په پام کې نیولو سره په پنځو برخوکې کار کوي چې یوه يی ځوانانو ته د کار موندل دي.
ده زیاته کړه: دا زموږ مسوولیت دی او هڅه کوو چې د زده کړې خاوندو او غوره ځوانانو ته د وزارتونو او د دولتي ادارو په تشو بنستونوکې د کار د زمینې برابرول دي.
په دې غونډه کې د سوداګړۍ او صنایعو وزارت استازي عبدالصبور قاضي وویل چې د هېواد په مرکز او ولایتونوکې د دغه وزارت په مربوطاتوکې یو ١٢٧ تش بستونه شته چې ځوانان د آزادې سیالۍ له لارې کولای شي وټاکل شي.
د ماليې وزارت استازي جمشید حکیمیار څرګنده کړه چې په دغه وزارت کې د جګپوړو ماموریتو ١١ بستونه او یو شمېرهم د ټیټ رتبه ماموریتو بستونه تش دي چې د دغه وزارت له لارې په دغو بستونوکې په شرایطو برابرکسان او ځوانان استخدامیږي.
دغه راز د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت استازي داوود نعیمي هم وویل چې د هېواد په مرکز او ولایتونوکې د دغه وزارت په مربوطاتوکې ١١٠بستونه تش دي چې د آزادې سیالۍ له لارې په دغو بستونوکې ټاکل کیږي.
د وزارتونو استازو د دې ترڅنګ چې ژمنه يی وکړه چې د اړوند ارګانونو په تشو بستونوکې د ځوانانو په استخدام کې زیاتې هڅې کوي؛ دوی د استخدام سیستم یو پیچلی او اوږد مهال بهیر وباله او د (سي-بي- آر) د رتبې او معاش او د (پي-آر-آر) پروګرامونه يی بریالي و نه بلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته