روغتیا

تبصره :د سرې مياشتې مخصوصه اوونۍ، له دغه بنسټ سره د ملاتړ او همغږۍ لپاره يو فرصت

کابل باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
د افغاني سرې مياشې مخصوصه اوونۍ ،  ددغه وګړني معتبر بنسټ  دبشري   او خير غوښتوونکو فعاليتونو ددرناوي  اوقدردانۍ لپاره يو فرصت دى  چې بايد ځان پکې  پيدا کړو او  اړو انسانانو ته دخدمت لپاره ژمنه نوې کړو.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
کال په کال د تلې د مياشتې وروستۍ اوونۍ په هېوادکې د افغاني سرې مياشتې   د مخصوصې اوونۍ په نامه نمانځل کيږي.
د سرې مياشتې د مخصوصې اوونۍ د نمانځنې موخه د هغو بشردوستانه آرمانونو او هدفونوله مخې ترسره کيږي چې له يوې خوا د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د بشر دوستانه او خير غوښتوونکو فعاليتونو قدرداني وشي او له بله پلوه د دې زمينه او فرصت برابر شي او اړو انسانانو ته انساني پروګرامونه او فعاليتونه پيل شي .
د سرې مياشتې د مخصوصې اوونۍ په شتون کې به موږ وکولاى شو د اعانې او مرستې د راټولولو پروګرامونه او نور پروګرامونه چې وکولاى شي محتاجو او اړو انسانانو ته اغيزمن وي، ترسره کړو .
دغه راز د سرې مياشتې مخصوصه اوونۍ کولاى شي سخاوتمندو او خبيرو  کسانو، خيريه موسسو او د ټولنې د نورو قشرونو لپاره يوخوځښت وي چې  د جنګي پيښو او د طبيعي پيښو په ګډون د پيښو له قربانيانو سره مادي او معنوي مرستې وکړي او خپلو هم نوعانو ته د مرستې رسولو په کارکې چې يو ديني ارشاد او يو اخلاقي مکلفيت دى، خپله ونډه ادا کړي.
د افغاني سرې مياشتې يا د سره صليب او يا د نورو بنسټونو په ګډون  مرستندويو بنسټونو ته چې د دغو بنسټونو مرستندويان او همکاران کيداى شي  زموږ د خلکو نظر مثبت او فعال دى. ځکه دغو بنسټونو په ډيرو سختو شرايطوکې زموږ د خلکو مرستې ته را دانګلي دي او له سياسي مفکورو او له نورو مسئلو څخه لرې، يوازې محتاجو انسانانو ته د خدمت په فکرکې دي.
خو له بده مرغه په تروريستي ډلو پورې تړلو ټولنو تل هلې ځلې کړې دي چې د دغو موسسو د عاي فعاليت خنډ شي.
هغو مرګانيو او تروريستي بريدونو چې په وروستيو دوو کلونوکې په هېوادکې  د سره صليب په دفترونو وشول؛ دغه نړيوال معتبر او بې پري بنسټ يې دې ته اړ کړ  چې په افغانستان کې خپل فعاليت محدود کړي.
په داسې حال کې چې په جګړه کې لتاړ افغانستان د دغه نړيوال بنسټ د همکارۍ دوام ته جدي اړتيا لري.
دغه راز په هېوادکې افغاني سرمياشتې ته هم د مخالفو وسله والو ډلو له خوا  جدي ستونزې پيدا شوې دي او د دغه بنسټ د زړه سواند او بې پري فعاليت  مخه يې ډب کړې ده .
د افغاني سرې مياشتې مخصوصه اوونۍ د دې ترڅنګ چې د اړو انسانانو د احوالو د پوښتنې او مرستې لپاره يو فرصت دى؛ د خيريه او مرستندويو بنسټونو له کار سره د ملاتړ د څرګندولو لپاره هم يو فرصت کيداى شي .
بايد په دې موده کې منبرونه، رسنۍ، قومي او سياسي مشران او دخلکو قشرونه همغږي شي او د دغو بنسټونو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي او تاييده کړي چې په هرحالت او شرايطوکې د دغو بنسټونو د بې پريتوب او مرستندويو خدمتونو درناوى کوي او د مرستندويو او خيريه بنسټونو په بهرنيو چاروکې د لاسوهنې  مخه به ونيسي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته