امنیت

د کابل په نننى ځانمرګى بريدکې پنځه تنه ووژل شول او څلور ديرش تنه نور ټپيان شول

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٦
د کابل ښار د نهمې ناحيې د قلعه وزير په ساحه کې نن سهار د ځانمرګي بريد له امله ٥ تنه ووژل شول او ٣٤ تنه نور ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه بريدنن سهار په لسو بجو او ديرشو دقيقو دکابل ښار د نهمې ناحيې د قلعه وزير په ساحه کې رامنځته شو.
د کورنيو چارو وزارت ويندوى هم ننني بريد، ځانمرګي بريد وباله چې د يوه کرولا موټر په واسطه د بهرنيو اتباعو د موټر په وړاندې وشو.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى په دې باب زياتې څرګندونې ونه کړې؛ خو په کابل کې د بريتانيا سفارت اعلام وکړ چې د ځانمرګى يرغلګر هدف د دغه سفارت يو موټر و.
د بريتانيا سفارت د دغې پيښې جزيياتو ته اشاره نه ده کړې او يواځې ويلي يې دي چې څو تنه په دې پيښه کې ټپيان شوي دي.
خو د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه خبرځاى ويلي دي چې د ځانمرګى بريد کوونکى هدف د بريتانيا سفارت يو هايلکس موټر و، خو اصلي مرګ ژوبله د سيمې خلکو او لارويانو ته رسيدلې ده.
په دې پيښه کې د څلورو تنو افغانانو او يوه بريتانوي تبعه وژل کيدل تاييدشوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د مرکزي روغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري وايي چې په نننۍ پيښه کې ٥ تنه وژل شوي او ٣٤ تنه نورټپيان شوي دي چې د ټپيانو له جملې څخه ٦ تنه يې ماشومان دي.
په دې پيښه کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
نننى بريد يو ځل بيا ثابت کړ چې ملکي وګړي د تروريستي بريدونو اصلي قربانيان دي .
طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
دغې ډلې پخواهم په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو مسوول معرفي شوى دى او په تروريستي عملونو او په تېره بيا ځانمرګو بريدونوکې ناوړې کارنامې لري.
د دوو اوونيو په بهيرکې دا درېمه تروريستي پيښه ده چې د څرخي پله په واټ کې رامنځته کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته