ټولنه

د چاودنې له مصیبت ځپلې کورنۍ سره مرسته وشوه

تالقان باختر دغویی د میاشې ١٨ مه
په تخار ولایت کې پرون د ماينونو د چاودنې له امله ۱۳ مصیبت ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د تخار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول سنت الله تيمور د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ، په دغو مرستو کې  خوارکې توکي شامل دي،چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ  د دفتر له خوا له هغو ۱۳ کورنیو سره چې د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماينونو د چاودنو له امله زیانمن شوي دي ووېشل شول.
ده زیاته کړه؛ په دغه مرسته کې په هرې کورنۍ درې بورۍ وریجې ، دووه بورۍ اوړه ، یو بورۍ دال ، یو بورۍ نخود ، یوه بورۍ لوبیا، دوه قوتۍ غوړي او یوه بورۍ بوره ووېشل شوه .
تيمور زیاته کړه چې؛ دوی هلې ځلې کوي څو له هغو کسانو سره چې  تېر کال د ماينونو د چاودنو له امله زیانمن شوي دي هم د خوراکي توکو مرسته وکړي.
پاى_ ځدران

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته