ټولنه

له ځانه له سانسور څخه دبغلان دخبريالانو انديښنه .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
درسنيو خبريالانو او دهغو ملاتړو بنسټونو په بغلان ولايت کې  له ځانه له سانسور څخه ددولتي ادارو دمسوولينو دنه همکارى  او ناامنيو له امله انديښنه لري .
  دبغلان ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  داطلاعاتو آمر همايون رستمي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ دقانون له توشيح کولو وروسته  ددغه قانون دتحقق په مقصد سره له دې چې  دمطبوعاتو له مسوولينو اوخبريالانو سره روزنيز ورکشاپونه او  منظمې غونډې  ددغه قانون دتطبيق په خاطر جوړې شوې  خو دخبريالانو په کار کې مثبت بدلون رامنځته نه شو .
  رستمي وويل  چې د خبرونو او رپوټونوپه خپرولو کې  درسنيو له ځانه له سانسورڅخه  او ددولتي ادارو نه همکارى په اطلاع رسونه کې دخبريالانو په وړاندې سترې ستونزې دي چې خبريالان نه شي کولاى خپل خبرې مطالب په خپل وخت  خلکو ته ورسوي .
   ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته