امنیت

يو ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

-کابل باختر د کب  پنځمه :
دشاهين ٢٥ تر نامه لاندې دګډو محاربوي عملياتوپه دوام دداعش دډلې دولس تنه غړي ووژل شول او يوديرش ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د٢٠١  سيلاب  قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغه عمليات دملي پوليسو ،  سرحدي پوليسو  دعامه نظم دپوليسو  او  دملي امنيت په هلوځلو سره ددولت د ځواکمني  او دښه امنيت دتامينولو او دداعش دډار اچوونکو ډلو دځپلو په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ دننګرهار ولايت دکوټ او هسکې مينې ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ ځينې کلي دداعش دډلې له شتون څخه پاک شوي او دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په ګرګري  ساحه کې دهوايي توپچي او دځمکني ګوزارونو له امله دداعش  دډاراچوونکو ډلو اوولس تنه غړي ووژل شول او دوسايطو ضد ٣١ ماينونه چې دداعش دډلې له خوا دورانکارو تروريستي عملونو په موخه ښخ کړيى شوي و  له چاودنې مخکې دڅلورمې پلې لوا دماين پاکولو ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شول .
  دغه راز دعملياتوپه بهير کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات په برياليتوب سره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته