سیاست

په امريکا کې دافغانستان سفير : پاکستان دتروريزم پرخلاف دمبارزې په برخو کې دهمکارى پرځاى له دغې پديدې څخه ملاتړ کوي .

کابل باختر د زمري لومړي :
دامريکا اسيا نيوز ورځپاڼه په خپلې وروستۍ  ګڼه کې ليکلي دي چې په امريکا کې دافغانستان سفير حمد الله محب په يوه امنيتي غونډه کې چې دامريکا په کلورادو کې جوړه شوه ددغې غونډې  ګډون کوونکو ته وويل پاکستان دتروريزم پرخلاف له مبارزې سره دهمکارى پرځاى ملاتړ کوي .
باختر اژانس داسيا نيوز ورځپاڼې له خولې خبرراکړ چې په امريکا کې دافغانستان سفير ويلي دي پاکستان يواځې افغانستان ته نه بلکې دامريکا امنيت ته هم ګواښ دى .
ورځپاڼه په امريکا کې دافغانستان دسفير له خولې ليکلي دي . دتروريزم پرخلاف په مبارزه کې ديوشريک په توګه  له پاکستان سره چلند تيروتنه ده او پاکستان او تروريزم له يوبل سره  ورته دي .
دورځپاڼې  په ليکنه  محب له دغه موضوع سره مخالفت ښودلى دى چې ښايي  دامريکا جمهور رييس دونالدترامپ اداره په افغانستان کې دتروريزم پرخلاف دجګړې مسووليت قرارداي امنيتي شرکتونو ته وسپاري .
په امريکا کې دافغانستان دسفير په باور جګړه دقرارداديانو له خوا په برياليتوب  سره  پاى ته نه رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته