سیاست

د قوانينو د کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :

د قوانينو د کميټې غونډه نن د جمهور رئيس دمرستيال  او د دغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه .

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته   خبر ورکړ:

په دې غونډه کې د ستراتيژيکي مالونو او خدمتونو د کنترول د قانون د طرحې په باب غور او څيړنه وشوه او په پاى کې په دې باب لازمې پريکړې وشوې.

دغونډې په پيل کې د عدليې وزير د دغو قوانينو د طرحې د برابرولو داړتيا په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ .

  د بېلابېلو نړيوالوکنوانسيونونو، پروتوکولونو او پريکړه ليکونو رعايتول او د هېواد په قوانينوکې د اړوندو نړيوالو تړونونو د مفادو منعکس کول او داړندو برخو قانونمند کيدل د دغه قانون د طرحې د برابرولو له اړتياوو څخه وبلل شول.

دقانون په دې طرحه کې د کيمياوي، بيولوژيکي او اټومي وسلو په پيژندنې پورې اړوندې چارې شاملې دي او د هغې له مخې د هغو د توليد، وارداتو، صادراتو ، ترانزيت  او کارولو  د مخنيوي  جوړښتونه ټاکل کيږي.

د قانون د دغې طرحې کلي هدف په ناوړو او غير سوله ييزو مقصدونو د هغو دنه کارولو په باب د ډاډ دترلاسه کولو لپاره ددغو مالونو  د توليد، صادراتو او ترانزيت څارنه ده .

وروسته د غونډې غړو د دغه قانون د طرحې په باب په دقت سره  غور او څيړنه وکړه او د هغې د پلې کوونکې مرجع په ګډون په بېلابېلو مواردوکې خپلې اصلاحي نظريې بيان کړې.

له څيړنې او خبرو وروسته کميټې پريکړه وکړه چې دقانون په دغې طرحې دې يوځل بيا د اړوندو واکمنو استازو له خوا زيات غور او دقت وشي او بيا دې  د قوانينوکميټې ته وړاندې شي .

د غونډې په بله برخه کې د جزا دقانون  د پنځمې ګنې ضميمې  د مسودې په باب هم خبرې وشوې او د غونډې غړو د تښتونې، د تښتونې د جرم د مجازاتو،   د تښتونې د جرم د مشدده حالاتو او د نورو طرحه شويو موضوعګانو د تعريف په برخه کې خپلې نظريې بيان کړې.

کميټې په اصولوکې د دغې ضميمې مسوده تائيدکړه او د کميټې  دارالانشا ته يې دنده وسپارله چې د غونډې د غړو له خوا طرحه شوې اصلاحي نظريې دې په مسوده کې  شاملې او هغه دې کابينې ته وړاندې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته