امنیت

په بغلان کې د بم د چاودنې له امله دوه تنه مدافع وکيلان شهيدان شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٤
په بغلان ولايت کې نن د بم د چاودنې له امله دوه تنه مدافع وکيلان شهيدان شول .
دغه بم د بغلان ولايت د عدليې د رياست د دوو تنوکارکوونکو د سپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوى و او ويل کيږي چې له لرې واټن څخه چول شوى دى .
چاودنه ټيک هغه وخت وشوه چې مدافع وکيلان نظرمحمد ګلستان او فضل من الله په پلخمري ښارکې د بغلان ولايت د استيناف محکمې په وړاندې په موټر سپاره شوي وو.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول محمد اکبر سالنګي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې د دغه ولايت د عدليې رياست مدافع وکيلان نظرمحمد ګلستان او فضل من الله شهيدان شول.
تراوسه پورې د دغو دوو مدافعو وکيلانو د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى. خو د بغلان ولايت د عدليې رييس سيد محمود سادات وايي چې دغو دوو تنو د مهمو دوسيو په ګډون پر لسګونو جرمي دوسيو کارکاوه.
د بغلان پوليس وايي چې د دغو دوو تنو مدافعو وکيلانو د ترور د ترسره کوونکو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
په همدې حال کې د دغو وکيلانو کورنۍ وايي چې دوى له هيچاسره شخصي دښمني نه لرله.
په پلخمري ښارکې د بغلان ولايت د استيناف محکمې په وړاندې د دغې پيښې عيني شاهدان وايي چې چاودنه دومره سخته وه چې د موټر پارچې او د دغو دوو تنو مدافعو وکيلانو د بدن غړي په داسې حال کې چې اور يې اخستى و؛ آسمان ته پورته کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته