امنیت

شپږتنه طالبان په سمنګانوکې ووژل شول

ايبک باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٦ :
شپږ تنه وسله وال طالبان په سمنګانو ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول  او درې تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبان په کوز دره صوف کې کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو،  بريد وشو.
د سمنګانو ولايت يو پوځي مقام باختر آژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: دغه بريد د البرز د پوځي عملياتو په بهيرکې ترسره شوى دى.
ويل کيږي، په دې هوايي بريدکې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته