امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٦
څلورتنه وسله وال طالبان نن سهار په لوګر ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړوکې ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې هغه وخت ونښتې چې وسله والوطالبانو د برکي برک ولسوالۍ د برکي راجان په کلي کې د مونجي او تپه خان په پوستو بريدونه وکړل.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: سره له دې چې طالبان په درندو وسلو سمبال وو؛ خو د امنيتي ځواکونو په مقاومت سره ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٥ تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: د وژل شويو طالبانو مړي او ټپي طالبان د جګړې په ډګرکې پاتې دي او نور طالبان له ساحې څخه تښتيدلي دي.
اسحاق زي زياته کړه : طالبانو د استوګنې په کورونوڅو توغندي هم وتوغول چې له نيکه مرغه د سر زيان يې نه دى اړولى.
خبرځاى زياته کړه: جګړه د چهلتن سيمې ته څېرمه نښتې ده، ځکه څه موده مخکې په دې سيمه کې وګړني پاڅونونه ترسره شوي و.
اسحاق زي وويل چې په دغو جګړوکې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى ځکه له دغه بريد مخکې خلکو پوليسو ته خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته