امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند او قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: د ملي اردو ځواکونو د وسله الوله شتون څخه دسيمو د پاکولو په مقصد دهلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول او دغه راز د درندو وسلو يوه اندازه مهمات، وسلې او جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: درې تنه وسله وال طالبان د قندهار ولايت د خاکريز او ميوند د ولسواليو په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول او يوبل وسله وال طالب ټپي شو او يوه اندازه وسلې او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو د وظيفوي فعاليتونو په بهيرکې د وسايطو ضد ٢٧ ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته