امنیت

دپلچرخي جيل يو مقام له همکار سره يې دوسله والو طالبانو په کمين کې شهيد شو .

کابل باختر د تلي دريمه :
دشمالي  سالنګ داوږدې ګولاي  په ساحه کې نن سهار دوسله والو طالبان دکمين او راکټي بريد له امله دوه تنه پوځيان شهيدان شول .
دخنجان  ولسوال لطف  الله عاطفي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپلچرخي  په جيل پورې اړوند دپوليسو يو رنجر موټر دشمالي سالنګ داوږدې ګولاي په ساحه کې دتيريدوپه حال کې و چې دوسله والو طالبانوله کمين سره مخامخ  شو اوله امله يې دپلچرخي  دجيل يومقام نجم الدين اندرابي له همکار سره يې شهيد کړاى شو 
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې يوه ښځه چې ديوه مسافر وړونکي موټر سپرلې  وه هم شهيد شوې او درې  تنه ماشومان ټپيان شوي دي .
خبرځاي زياته کړه  په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته