سیاست

جمهورريیس غني د هېواد د شپږو ولایتونو انکشافي برنامې اړوندو والیانو ته توضیح کړې

کابل/ دليندۍ ١٠مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون غرمه د شپږو ولایتونو له والیانو سره چې د اتو اقتصادي زونونو له جملې په یو اقتصادي زون کې شامل دي، وکتل او د دغو ولایتونو لپاره یې اقتصادي او انکشافی لیدلوري توضیح کړل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر او بدخشان والیانو حضور درلود، جمهورريیس غني د هېواد په ټولو ولایتونو کې د انډوليز انکشاف او موجوده ظرفیتونو د انکشاف په اړه خبرې وکړې.
د هېواد جمهورريیس د انکشافي برنامو د مدیریت په خاطر له یادو والیانوڅخه مننه وکړه او ويې ویل: باید د هېواد د هر ولایت دقیقه مطالعه موجوده وي چې طبیعي شتمنۍ، انکشافي ظرفیت، د صادرېدو وړ کرنیز پیداوار، عایداتي سرچینې او بشري ظرفیتونه یې واضح شي.
هغه له والیانو څخه وغوښتل د راتلونکي کال لپاره د خپلو ولایتونو لومړیتوبونه واضح کړي چې د مثبتو پایلو او موثریت په موخه په بودجه کې شامل شي.
جمهورريیس غني همدارنګه د یادو ولایتونو له والیانوڅخه وغوښتل چې د اوبو پر مدیریت، د ځنګلونو پر ساتنې، د کانونو پر انکشاف او عایداتي پروژو تمرکز او زیاته پانګونه وکړي، همدارنګه دې د یوه ملي لومړیتوب په توګه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او ساتنې د ظرفیت د ایجاد په برخه کې پلانونه جوړ کړي. 
د هېواد جمهورريیس په دغو ولایتونوکې پر کرنیز انکشاف ټینګار وکړ او ويې ویل: د کرنیزو ظرفیتونو لوړول، په هر ولایت کې د صادراتو وړ پیداوار تشخیص، د باغدارۍ مدیریت او د ځنځیري ارزښت له مخې پانګونه د خلکو د اقتصادي سطحې د لوړولو لامل ګرځي.
هغه همدا راز له والیانوڅخه وغوښتل، په یادو ولایتونو کې دې د ملي پارکونو سیمې تثبیت او پر عایداتي منابعو د هغې د بدلولو او انکشاف کار وشي.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: د اداري واحدونو ترمنځ دې اداري اړیکې پیاوړې، په حکومتوالۍ کې دې د ضعف نقطې تشخیص او پاملرنه دې ورته وشي.#
پاى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته